د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې او متوازن بهرني سیاست تحلیلي څېړنه

چکیده :

دا مقاله د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د نړیوالو حقوقو او ډیپلوماسۍ له زاویې څېړي. اسلامي امارت چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته ورسېد؛ خو لا تر اوسه د بشپړ رسمیت پېژندنې له ننګونو سره مخ دی. سره له دې چې ګڼ شمېر دولتونه له اسلامي امارت سره په عملي کچه ډیپلوماټیک تعامل لري؛ خو یوازې د روسیې فدراسیون تر دې دمه په ښکاره توګه اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی، چې دا اقدام د اسلامي امارت لپاره د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د پام وړ بدلون بلل کېږي. څېړونکي هڅه کړې چې د دولت د رسمیت پېژندنې په رڼا کې د اسلامي امارت حقوقي وضعیت وارزوي او د مشروع دولت په حیث په نړیواله ټولنه کې د افغانستان څېره روښانه کړي. همدارنګه، دا څېړنیزه مقاله د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره تحلیلوي، چې د ملي ګټو پر محور ولاړه ده او د نړیوالو قدرتونو ـ لکه امریکا، روسیې او چین ـ سره متوازن تعامل لري. سربېره پردې، د سیمه‌ییزو سیالانو لکه هند او پاکستان، ایران او سعودي عربستان ترمنځ د تعامل توازن ساتنې ته اشاره کوي، چې په پایله کې یې افغانستان د بهرنیو سیالیو څخه خوندي دی. د څېړنې اساسي پوښتنه دا ده چې اسلامي امارت څرنګه د بشپړ نړیوال رسمیت په نشتوالي کې خپل بهرنی سیاست پر مخ وړي او متوازن ډیپلوماټیک تعامل لري. دا څېړنیزه مقاله د تحلیلي-توصیفي میتود له لارې د حقوقي اسنادو، سیاسي اړیکو او سیمه‌ییزو دریځونو پر بنسټ استدلال کوي. د څېړنې پایلې څرګندوي چې اسلامي امارت د نړیوالې ډیپلوماسۍ په ډګر کې نسبي بریاوې ترلاسه کړې، بهرنی سیاست یې اقتصاد‎محوره او متوازن دی او په پرله‎پسې ډول هڅې کوي چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا بشپړ رسمیت ترلاسه کړي.