دا څېړنه د افغانستان اسلامي امارت پر بهرني سیاست اغېز لرونکو کورنیو او بهرنیو لاملونو تمرکز کوي. د سیمې جیوپولټیکي وضعیت، کورني شرایط او نړیوال فشارونه د اسلامي امارت د بهرني سیاست پر بڼه محدودیتونه لګوي. له دې کبله د دې څېړنې اساسي پوښتنه دا ده چې د افغانستان اسلامي امارت اوسنی بهرنی سياست د کومو کورنيو او بهرنيو لاملونو تر اغېز لاندې رامنځته شوی دی. څېړنه د توصيفي- تحليلي مېتود او کتابتوني سرچینو پر بنسټ ترسره شوې او د نړيوالو اړيکو د نيوکلاسيک ریالېزم تيورۍ په چوکاټ کې تحليل او ارزول شوې ده. د مقالې پایلې ښيي چې د نړیوال نظام جوړښت، کډوالي او ناڅاپي سیاسي پېښې او د افغانستان جغرافيايي موقعیت، طبیعي سرچینې او عامه افکار د اسلامي امارت پر بهرني سیاست ژور اغېز ښندلی. څېړنه څرګندوي چې اسلامي امارت هڅه کوي د کورنیو اړتیاوو او نړیوالو فشارونو ترمنځ متوازنه تګلاره د ملي ګټو د خوندیتوب او د سیمهییز ثبات د ټینګښت لپاره پلې کړي.
