د مقاله لیکنې بلنه د ستراتیژیکو مطالعاتو ژورنال – ۶۷مه ګڼه

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د خپل علمي– څېړنیز ژورنال ۶۷مه ګڼه «د بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو اړوند عمومي مقالو» ته ځانګړې کړې ده. په دې توګه، د بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو د حوزې څېړونکو ته په درنښت بلنه ورکوو، چې د خپلو مقالو لنډيز (د مسئلې بیان، اصلي پوښتنه، د څېړنې تګلاره او د مقالې جوړښت) د لړم تر ۱۵ مخکې (css@mfa.gov.af) برېښناليک ته راولېږي.

ځینې عمومي محورونه:

  • د اسلامي امارت د بهرني سیاست اړوند نوي موضوعات؛
  • په نویو نړیوالو تحولاتو کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو رول او ځای؛
  • د سیمې او نړۍ په کچه د ځواک تحولات: پایلې او اغېزې؛
  • زبرځواک هېوادونه او جیوستراتیژیکې سیالۍ؛
  • اقتصاد، انرژي او د سیمه‌ییزې پراختیا پیوندونه؛
  • نرمه دیپلوماسي او کلتوري – تمدني تعاملات.

     د مقالو معیارونه:

 ۱- مقاله باید نورو نشریو ته د خپرولو لپاره نه وي لېږل شوې.

 ۲- مقاله باید له ادبي غلا څخه پاکه په علمي څېړندود لیکل شوې وي او لنډیز، کلیدي کلمې، سریزه، بحث، پایله، او د (APA) سټایل مطابق سرچینې ولري.

 ۳- د مقالو حجم باید لږترلږه ۵۰۰۰ او زیات نه زیات ۱۰۰۰۰ کلمې وي.

یادونه: د ستراتیژیکو مطالعاتو ژورنال د لوړو زدهکړو له محترم وزارت څخه د رسمي جواز په ترلاسه کولو سره د علمي – څېړنیز ژورنال په توګه ثبت شوی او ټول لیکوالان یې له معنوي امتیازاتو ګټه اخیستلی شي.

                                            د مقالو منلو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۴ د لیندۍ ۱۰مه

د نورو معلوماتو لپاره له (۰۲۰۲۱۰۳۶۷۴) شمېرې سره اړیکه ونیسئ.