د ايران او اسراييلو جګړه او د منځني ختيځ راتلونکی

چکیده :

ایران او اسرائیل له څو لسیزو راهیسې په شخړه کې دي، خو تر ټولو لوی او جدي ټکر یې د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د ۱۲ ورځو جګړې په بڼه رامنځته شو، چې پر ایران د اسرائیلو له پراخو هوایي بریدونو سره پیل شوه. د ایران او اسرائیلو دا نښته د سیمې پر جیوپولیټیک او د منځني ختیځ پر راتلونکي وضعیت اغېزې لري. د دغې څېړنې موخه د ايران او اسراييلو له دغې جګړې وروسته په منځني ختيځ کې د سيمه‌ييزو اتحادونو څرنګوالی، د نيابتي ډلو د سياست مسیر، په سيمه‌ييز امنيتي جوړښت او د قدرت توازن کې د بدلونونو ارزونه ده. په دې توګه د څېړنې بنسټيزه پوښتنه دا ده چې د ايران او اسراييلو له جګړې وروسته به د منځني ختيځ راتلونکی څه ډول وي؟ د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره د څېړنې له توصيفي-تحليلي مېتود او د معلوماتو راټولولو له کتابتوني ډول څخه ګټه اخيستل شوې ده. د څېړنې موندنې ښيي، چې د ايران او اسراييلو له جګړې وروسته په سيمه کې د ترکیې، سعودي عربستان، ايران او اسراييلو ترمنځ د ځواک سیالۍ د لا ګړندي کېدو او د دوی ترمنځ د وسلو د سیالیو پیلېدو اټکل شته دی. همدارنګه شونتیا دا ده، چې ايران به يو ځل بيا په سيمه کې پر خپلو ملاتړو ډلو پانګونه چټکه کړي او د مقاومت محور به يو ځل بيا پیاوړی کړي چې له دې سره به په سيمه‌ييز امنيتي جوړښت کې هم بدلون راشي.